د امپرياليزم ضد اعلاميه

د امپرياليزم ضد اعلاميه

د امپرياليزم ضد مبارزه د راديکال خلاف ګوند له بنسټيزو پاليسيو څخه يوه ده. داسي  چي د امپرياليزم پر وړاندې مبارزه يوازې د ارزښتونو يا بهرنۍ پاليسۍ مسله نه ده؛ دا د نئولبرال مالي پانګوالۍ په نړۍ کې د تضادونو بشپړه پوهاوی څرګندوی. امپرياليزم يوازې د بهرنۍ پاليسۍ موضوع نه ده، بلکې دا يو نړيوال نظام دی چې د ژوند ټولې برخې اغېزمنوي – د ډوډۍ د بيې څخه، په ټولنه کې د کارګرانو تر مقام پورې، او بیا تر هغو ازادۍ غوښتونکو مبارزو پورې چې د مظلومو ډلو لخوا ترسره کېږي.

امپرياليزم، د پانګوالۍ تر ټولو لوړ پړاو په توګه، د سړې جګړې له پایته رسیدو وروسته يو نوی قطبي پړاو ته داخل شو. په دويمه نړيواله جګړه کې د محوري ځواکونو ماتې د هغه نړيوال نظام بنسټ کېښود چې موږ تر اوسه پورې پکې ژوند کوو. په دې وخت کې د نړۍ زوړ امپرياليستي وېش چې د مستعمرو له لارې شوی و، ويجاړ شو، او د ملګرو ملتونو نوی نړیوال نظام رامنځته شو؛ يو داسې نړۍ چې په اصلی توګه خپلواک هېوادونه لري او د ځان ټاکنې پر اصل ولاړ دي، خو لا هم د پانګوال مرکز او هغه اړوندو سيمو تر منځ وېشل شوی دی. د شوروي اتحاد او په اروپا کې د حقيقي سوسيالېزم زوال هغه وروستۍ ځواک لرې کړ چې د مالي پانګې د ظلم او د هغې ملګرو – د ناټو د جګړې ماشين او د مرکز پانګوالو «خپلواک» او «نړيوال» – په اصل کې امپرياليستي مالي بنسټونو لکه نړيوال د پیسو صندوق (IMF) او نړيوال بانک پر وړاندې درېدلای شوای.

د «پرمختللو هېوادونو» په نوم، يعنې د پانګوالي مرکز هېوادونه، يو متحد جوړښت دی چې تر ټولو زياته پانګه لري او نړيوال بنسټونه کنټرولوي. د دې مرکز څخه بهر نور هېوادونه په مالي او تخنيکي توګه په «پرمختللو» هېوادونو متکي دي، او د دوی طبيعي او انساني سرچينې په دوامداره توګه دې مرکز ته جذب کېږي. دا نړيواله نابرابري په خپل لوی انداز کې، د هغه نابرابري څخه هم زياته ده چې په هېوادونو کې دننه شتون لري، او دغه نابرابري پياوړې او غښتلې کوي. د پانګوال مرکز مشري هېواد متحده ايالات دی، چې د خپل پوځي او سياسي ځواک د کارونې له لارې په بهرنيو هېوادونو کې دا نظام ټينګوي او ساتي، او د «لومړۍ نړۍ» نورو هېوادونو ملاتړ ورسره دی.

د سړې جګړې وروسته امپرياليزم په اقتصادي او پوځي دواړو برخو کې څرګندېږي. له يوې خوا، د اجباري جوړښتي اصلاحاتو، «شاک ټراپي»، خصوصي ‌سازي، او کفایت له لارې؛ او له بلې خوا، د مستقيمو پوځي مداخلتونو له لارې مخی ته وړل کیږی. د يو سوسيالېست ګوند په توګه، موږ په خپل هېواد کې د اقتصاد په تباه کولو او د کارګر طبقې په محرومولو کې د امپرياليزم مرکزي نقش ته درکوو، او دغه شان په نورو هغو هېوادونو کې چې د پانګوالۍ په حاشيه کې دي؛ او موږ د امپرياليزم ضد ته د خپلې مبارزې د يوې عادلانه ټولنې د جوړولو يو اساسي برخه ګڼو.

د نئولبرال پانګوالۍ پر لور د لسګونو کلونو رایسته زموږ صنعت ويجاړ او وپلورل شو، او د خصوصي‌ سازۍ په غلا کې سلګونه زره دندې له منځه ولاړې. د کار او استوګنې قانونونه د امريکايي او اروپايي «ملګرو» په مستقيمه همکارۍ کې «اصلاح» شول، او د يو داسې ټولنې چوکاټ رامنځته شو چې د ارزانه او بېواکه کارګرۍ لپاره په بشپړ عدم امنيت کې ژوند کوي؛ يو داسې ټولنه چې د هيڅ ډول استحصال څخه د انکار سرچينې نه لري.  په ټوله کي هم دولت او هم وګړي د پور د غلامۍ تر څنډې پورې ورسول شول، او د نړيوال د پیسو صندوق (IMF) يا نړيوال بانک له هر قرض سره نوې خصوصي‌سازۍ، د عامه سرچينو نوې پلورنه او د عامه خدماتو نوي ناندری او لږونی راځي.

دغه انتقال – يو داسې انتقال چې په زياتېدونکې بیوزلۍ کې ترسره شوی – د نورو هېوادونو په څېر، د پوهې له نشتوالي يا د وګړو په «ذهن» کې د يو خيالي ناکامۍ له امله نه دی. بلکې دا د نئولبرال حکومت او د هغه د غربي ښوونکو تر منځ د يو مجرمانه ګډ شرکت پايله ده – کوم چې دغه حکومت ته الهام ورکوي، ورته «تګلاری» چمتو کوي او د خلکو د ژوند او کاري شرايطو په وړاندې په دوامداره حمله کې ورته لوجستيکي، مالي او فکري ملاتړ چمتو کوي.

په عين وخت کې، پر سربيا هیواد سخت فشار دی – هم له داخله او هم له بهره – چې د بېطرفۍ او خپلواکۍ وروستي آثار پرېږدي. موږ بايد د امپرياليستي بلاک د هغو هڅو پر وړاندې مقاومت وکړو چې غواړي سربيا په خپلو پروژو او ګډو جګړو کې شامل کړي. د وروستيو کلونو په ګواښوونو او نړيوالو حالاتو کې، دا يو حتمي عمل ګني. په صربيا کې ټول ضد جګړه او ضد امپرياليستي ځواکونه بايد د دې مخه ونيسي چې زموږ هېواد په راتلونکې سړې جګړې او ممکن راتلونکې نړيواله جګړه کې ښکېل شي.

د دې نړيوالو تاوتريخوالو سرچينه د چين اقتصادي وده ده، چې د اوسنی واکمنۍ وېش تر پوښتنې لاندې راولي، او له دې امله امپرياليستي قدرتونه اوس په ښکاره توګه د چين او د هغه د متحدينو پر وړاندې و مبارزې ته لومړيتوب ورکوی. همدا لامل دی چې موږ په اروپا او ارام سمندر کې د پوځي ځواک د زياتېدونکي تمرکز شاهد يو، او د سړې جګړې د زمانې او يو استبدادي چاپېريال، ديموکراسۍ د زوال، سانسور او د دې «ناوړه نفوذ» پر ضد د تعقيبي کړنو د بيا راتګ شاهد يو.

امپرياليستي قدرتونه ډېری وخت د ښځو د حقونو، د LGBT+ حقونو او يا چاپېريالي مبارزو په څېر بېلابېلو پرمختللي ټولنيزو موضو‌عاتو څخه ناوړه استفاده کوي، تر څو خپلي وسله ‌والې مداخلې، کودتاګانې او غير ديموکراتيک رژيمونه د نړۍ په کچه توجيه کړي. د دې حقيقت څخه په استفادې سره، بېلابېل ښي اړخي ګوندونه او سازمانونه د يو جعلي ملت ‌پال ضد امپرياليزم تر شاه ځان پټوي او دا ارتجاعي نظريات خپروي او د مظلومانو او لږکيو پر وړاندې تاوتريخوالی رامنځته کوي. دوی ټول پرمختللي موضو‌عات د غربي امپرياليزم د يوې ادعا شوې توليد په توګه تصويروي، او پر ځای د دې چې د هغه نئولبرال نظام پر وړاندې مبارزه وکړي چې په ظاهري توګه يې مخالفت کوي، دوی همدغه نظام ته ملاتړ ورکوي او د هغه محافظت کوي، پر هغو برخو بريد کوي چې نظام ورته تر ټولو زيات ظلم کوي. دا په ځانګړې توګه د ښي اړخي نژادي بيانونو کې د کډوالو پر وړاندې او په هغو زور زياتي کړنو کې څرګندېږي چې دوی د امپرياليزم د دې توند اړخ خادمان په توګه ځان څرګندوي – «سپينه مسيحي اروپا» مفهوم.

له همدې امله، نن ورځ د دې لپاره مهمه ده چې موږ د بې‌طرفۍ غورځنګ وراثت ته راوګرځو، د هغه نړيوال وېش پر ضد مبارزه وکړو چې امپراتوري یی غواړي پر موږ یی تحميل کړي، او د داسې هېوادونو د پرمختګ د لارې په انتخاب کې د خپلواکۍ پر حق ټينګار وکړو لکه سربيا.

مرګ پر امپرياليزم – ملتونو ته آزادي!

په بلګراد کې د راديکال چپ ګوند کانګرس کې تصويب شوی، ۱۸/۱۲/۲۰۲۲

BUDI U TOKU!

Prijavi se na naš newsletter i budi u toku sa svim našim aktivnostima i novim sadržajem.